اروپایي ټولنې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوې ځانګړې استازې په توګه د رباب فاطمې د ټاکل کېدو هرکلی کړی دی. دې ټولنې اعلان کړی چې په کابل او نورو نړیوالو غونډو کې له هغې سره همکارۍ ته سترګې په لار ده.

د اروپايي ټولنې ویاند په یوه رسمي پیغام کې ټینګار کړی چې نړۍ باید افغانستان او د هغه د خلکو ستونزې هېرې نه کړي. دغه اروپايي بنسټ په هېواد کې د اوسني کړکېچ د حل لپاره د خبرو پر دوام ټینګار کوي.

تمه کېږي چې د ملګرو ملتونو نوې استازې د دوحې د خبرو بهیر په لا زیات جدیت سره تعقیب کړي. نړیواله ټولنه هیله منده ده چې دا بدلونونه وکولای شي په افغانستان کې د بشري حقونو او اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې مرسته وکړي.

#اروپایي\_ټولنه #ملګري\_ملتونه #افغانستان

🌐

Author