د طالبانو حکومت او د ایران د قونسلګرۍ د ګډې کمیټې پنځمه ناسته د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په پلازمینه کابل کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد نعیم او د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ چارو مرستیال وحید جلال زاده پر بیلا بیلو مسایلو خبرې وکړې. په ایران کې د افغان مهاجرینو د ستونزو حل او د قونسلګرۍ خدماتو ښه کول د دې لیدنې مهم بحثونه وو.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دواړو خواوو د منظمو غونډو پر دوام ټینګار کړی دی. د دې غونډو هدف د قونسلګرۍ همکاریو پراخول او د افغان مهاجرینو شته ننګونو ته د مناسبو حل لارو موندل ښودل شوي دي.

#افغانستان #ایران #مهاجرین #طالبان

🌐

Author