د بادغیس ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي چې یوه امیندواره ښځه چې د واورو له امله ایساره پاتې وه، د هوايي ځواک د چورلکې په واسطه وژغورل شوه.

دغه عملیات ماسپښین شاوخوا ۴ بجې د جوند ولسوالۍ په «پیراجي» کلي کې ترسره شول او ناروغه میرمن هرات ولایت ته ولېږدول شوه .


ویل کیږي چې دغه میرمن له څو ورځو راهیسې د ولادت په حال کې وه خو د درنې واورې له امله لارې بندې وې. د ځمکې له لارې د هغې لیږد ناممکن و، خو له نیکه مرغه د هوايي ځواک په مرسته د مور او ماشوم ژوند وژغورل شو .


د بادغیس لیرې پرتې ولسوالۍ تل په ژمي کې له ورته ستونزو سره مخ وي.

خلک د دې اقدام ستاینه کوي خو غوښتنه کوي چې په لیرې پرتو سیمو کې دې روغتیایی خدماتو ته لاسرسی اسانه شي ترڅو په راتلونکي کې د ورته پیښو مخه ونیول شي .

بادغیس #هرات #ژغورنه #هواييځواک #واوره #روغتیا #افغانستان #میرمنې #جوند #عاجلخبر #پوځ

Author