د بادغیس ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي چې یوه امیندواره ښځه چې د واورو له امله ایساره پاتې وه، د هوايي ځواک د چورلکې په واسطه وژغورل شوه.
دغه عملیات ماسپښین شاوخوا ۴ بجې د جوند ولسوالۍ په «پیراجي» کلي کې ترسره شول او ناروغه میرمن هرات ولایت ته ولېږدول شوه .
ویل کیږي چې دغه میرمن له څو ورځو راهیسې د ولادت په حال کې وه خو د درنې واورې له امله لارې بندې وې. د ځمکې له لارې د هغې لیږد ناممکن و، خو له نیکه مرغه د هوايي ځواک په مرسته د مور او ماشوم ژوند وژغورل شو .
د بادغیس لیرې پرتې ولسوالۍ تل په ژمي کې له ورته ستونزو سره مخ وي.
خلک د دې اقدام ستاینه کوي خو غوښتنه کوي چې په لیرې پرتو سیمو کې دې روغتیایی خدماتو ته لاسرسی اسانه شي ترڅو په راتلونکي کې د ورته پیښو مخه ونیول شي .