د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ایوا کې د یوې وینا پر مهال ایران ته د یوې «ښکلې سمندري بیړۍ» د استولو خبر ورکړ او هیله یې وښوده چې دا فشارونه به د یوې نوې هوکړې لامل شي. په ورته وخت کې، راپورونه وايي چې د ټرمپ اداره د ایران د تیلو د صادراتو د مخنیوي لپاره د سمندري محاصرس په غوراوي غور کوي .
بل لور ته، د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) په منځني ختیځ کې څو ورځني هوايي تمرینات پیل کړي دي. د دغو تمریناتو موخه د ځواکونو د چټک لیږد او له اضطراري اډو څخه د عملیاتو ترسره کولو د وړتیا ښودل دي. جنرال ډریک فرانس ټینګار وکړ چې د امریکا هوايي ځواک په هر ډول شرایطو کې غبرګون ته چمتو دی .
د جمهوري غوښتونکو سناتور لیندزي ګراهام هم د ټرمپ د دریځ ملاتړ وکړ او ویې ویل چې پر ایران باید فشارونه دوام ومومي. بل خوا، اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد پوځ د یوې مهمې اونۍ او پر ایران د امریکا د احتمالي برید لپاره چمتووالی نیسي، که څه هم وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې .