یو سخت ژمي طوفان چې د امریکا د مرکزي او شمالي برخو لویه ساحه یې لاندې کړې، تر اوسه د لږ تر لږه ۳۸ کسانو د مړینې لامل شوی دی. دغه اورښت چې له جمعې ورځې راهیسې پیل شوی، ۱۴ ایالتونه یې اغېزمن کړي او د میلیونونو خلکو ژوند یې په ټپه درولی دی .
د واورې درنو اورښتونو د زرګونو الوتنو د لغوه کېدو، د لارو د بندېدو او په پراخه کچه د برښنا د پرې کېدو لامل شوي دي. که څه هم د دوشنبې په ورځ د طوفان شدت لږ کم شو، خو سخته یخني او کنگل لا هم دوام لري او چارواکي د هغې د خطرونو په اړه خبرداری ورکوي .
مرستندویه ډلې هڅه کوي چې لارې پرانیزي او له زیانمنو سره مرسته وکړي. د یخنۍ دا څپه په امریکا کې په وروستیو کلونو کې یوه له تر ټولو مرګونو ژمي پېښو څخه ګڼل کېږي چې د انرژۍ او ټرانسپورټ زیربناوې یې له جدي ننګونو سره مخ کړې دي .