د امرالله صالح په مشرۍ د روند سبز جریان د یو ایراني ډیپلوماټ سید رسول موسوي هغو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی چې د طالبانو او ایران مخالفین یې سره ورته بللي وو . روند سبز دا پرتله کول د ایران ملت ته “ښکاره سپکاوی” بللی دی .
دې جریان په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبان د امریکا سره د یوې پټې معلالمې له لارې واک ته رسېدلي، په داسې حال کې چې په ایران کې وضعیت توپیر لري . روند سبز په کنایې سره ویلي چې ایران له طالبانو سره تودې اړیکې لري خو له افغان ولس سره یې اړیکه فاجعه بار ده .

روندسبز #امراللهصالح #ایران #طالبان #سیدرسولموسوی #ډیپلوماسي #سیاست #افغانستان

Author