د محمد محقق په مشرۍ د افغانستان د خلکو د وحدت اسلامي ګوند لسګونو غړو په لویدیځ زون کې له دغه ګوند څخه خپله استعفا اعلان کړه . دغو غړو چې شمیر یې شاوخوا سلو تنو ته رسیږي، د خپلې پریکړې لامل د “ډله ایزې پریکړې نشتوالی” او د ګوند د مشرتابه لخوا د غړو نظرونو ته نه پاملرنه بللې ده.
په هرات کې د دغه ګوند مخکښو څیرو لکه زارع حقجو او غلام علي اخلاقي په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د ګوند مشرتابه په وروستیو کلونو کې له داسې کسانو ملاتړ کړی چې ټولنیز ځایګی نه لري . دوی ټینګار وکړ چې د افغانستان په اوسنیو پیچلو شرایطو کې د اغیزمن خدمت لپاره یو خپلواک او نوي سیاسي جریان ته اړتیا لري.
دغو سیاسي فعالانو ویلي چې استعفا یې له سیاست څخه د وتلو په معنی نه ده، بلکې خپل فعالیتونه به په یوه نوي چوکاټ کې پرمخ وړي . که څه هم محمد محقق هڅه وکړه چې له ناراضه غړو سره خبرې وکړي، خو دا هڅې بې پایلې وې او په دغه ګوند کې اختلافات نور هم ژور شوي دي.