په تخار ولایت کې سیمه ییزې سرچینې د “کهنه خانه” ځنګل د ونو د پراخې وهلو او د سیمه ییزو چارواکو لخوا د لرګیو د ویشلو خبر ورکوي . خپاره شوي ویډیوګانې ښيي چې زرګونه کسان، حتی له ګاونډیو ولایتونو لکه بدخشان څخه، د لرګیو ټولولو لپاره سیمې ته ورغلي دي. د سیمې اوسیدونکي د دې کار د چاپیریالي پایلو په اړه اندیښمن دي.
د خلکو په وینا، په شاوخوا ۲۰ زره جریبه ځمکه کې د ونو له وهلو وروسته، د لوډسپیکرونو له لارې خلکو ته اجازه ورکړل شوه چې لرګي یوسي . راپورونه وايي چې سیمه ییزه اداره غواړي د ځنګل ځمکه له پاکولو وروسته خپلو اړوندو کسانو ته په اجاره ورکړي، چې دې کار د فساد په اړه اندیښنې زیاتې کړې دي.
په مقابل کې، په تخار کې د طالبانو د والي دفتر دا ادعاوې رد کړي او وايي چې د غاصبانو لخوا یې د ځنګل د “بې رحمانه” وهلو مخه نیولې ده . والي ادعا کوي چې د دې ځنګل ساتنه به کیږي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي، خو په سیمه کې لیدل شوي حالت بل څه بیانوي.