د هندي سینما مشهور ډایرکټر رام ګوپال ورما د “دھورندهر ۲” فلم د نوي ټیزر له لیدلو وروسته خپله حیرانتیا څرګنده کړې ده. هغه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا فلم یوازې د غچ اخیستلو کیسه نه، بلکې یو لوی طوفان دی. ورما زیاته کړه چې هغه فلمونه به له بد برخلیک سره مخ شي چې د دې فلم پر وړاندې سینما ته راځي .
په خپور شوي ټیزر کې رنویر سینګ د حمزه په رول کې لیدل کیږي چې د هند له دښمنانو سره جګړه کوي. د فلم صحنې او ډیالوګونه د مینه والو پام ځانته اړولی دی. دا فلم به د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۹مه نیټه خپور شي او د یاش له فلم “ټاکسیک” سره به په سینماګانو کې سیالي وکړي .
رام ګوپال ورما تر دې مخکې هم د دې دوو فلمونو ترمنځ د سیالۍ په اړه خبرې کړې وې. هغه ویلي وو چې دھورندهر یو واقعیت خوښوونکی فلم دی، پداسې حال کې چې ټاکسیک ډیر په خیالي صحنو ولاړ دی. د هغه په وینا، دا به د دوو مختلفو سینمایي سبکونو ترمنځ یوه لویه نښته وي .