د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي یو ځل بیا ټینګار کړی چې د اټومي موضوع د حل لپاره له ډیپلوماسۍ او جدي خبرو اترو پرته بله هېڅ لاره شتون نلري. نوموړي ویلي چې تهران هغو خبرو ته ژمن دی چې پایله ولري او وکولای شي شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
عراقچي زیاته کړه چې د تېرو کلونو تجربو وښودله چې پر ایران فشارونه او ګواښونه مثبتې پایلې نه لري. د هغه په وینا، د ایران خلکو د زور پر وړاندې مقاومت کړی او نړۍ یې دې ته اړ کړې چې بېرته د ډیپلوماسۍ او تفاهم لاره غوره کړي، کوم چې د اوسنیو ننګونو یوازینۍ حل دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هېواد یې چمتو دی چې د متقابل درناوي په فضا کې رغنده خبرې وکړي. هغه ټینګار وکړ چې د زور او ګواښ سیاست ناکام دی او یوازې د خبرو میز کولی شي د سیمې او نړۍ لپاره د ډاډ وړ پایلې ولري.