د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) په خپل نوي راپور کې په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده. د دغه راپور له مخې چې د سلواغې په ۲۱مه خپور شو، افغان مېرمنې مالي سرچینو او کاري فرصتونو ته محدود لاسرسی لري او ۷۵ سلنه خلک د ورځنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي.
راپور زیاتوي چې ۸۸ سلنه هغه کورنۍ چې سرپرستي یې ښځې کوي، لومړنیو آسانتیاوو ته له لاسرسي محرومې دي. شمېرې ښيي چې یوازې اووه سلنه ښځې له کوره بهر کار کوي، په داسې حال کې چې د نارینه وو لپاره دا شمېره ۸۴ سلنه ده، چې دا په کاري ډګر کې لوی توپیر په ګوته کوي.
دغه وضعیت افغان مېرمنې له سخت فقر او بې وزلۍ سره مخ کړي دي. پر ښځو لګول شوي محدودیتونه نه یوازې د کورنیو اقتصاد ځپلی، بلکې په هېواد کې یې بشري ناورین نور هم ژور کړی دی، چې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

افغانښځې #ملګريملتونه #اقتصاديوضعیت #فقر #بېکاري #دښځوحقونه #افغانستان #بشريناورین #UNDP #پښتو_خبرونه

Author