یو شمېر ښوونکي او دولتي کارکوونکي شکایت کوي چې د دلوې میاشتې په ختمېدو ده، خو لا یې هم د تېرې میاشتې (جدې) معاشونه نه دي ترلاسه کړي. د طالبانو لخوا د معاشونو په ورکړه کې پرله پسې ځنډ، د دغو کارکوونکو ژوند په روان سخت ژمي کې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.
ښوونکي وايي چې د بې وزلۍ له امله دوکانداران نور ورباندې پور نه کوي او دوی نشي کولی خپلو ناروغانو ته درمل واخلي. دوی نیوکه کوي چې د طالبانو مشران په عیش او نوش کې ژوند کوي او په لوړو لګښتونو وادونه کوي، خو د غریبو مامورینو او ښوونکو غم ورسره نشته.
یوه ښوونکې لیلا وایي چې فقر او نادارۍ یې ژوند تریخ کړی او د ژمي یخني یې ستونزې نورې هم ډېرې کړې دي. د معاشونو ځنډ یوه لویه ستونزه ګرځېدلې چې د دولتي کارکوونکو کورنۍ یې له سخت اقتصادي او رواني فشار لاندې راوستي دي.

ښوونکي #معاشونه #دولتيمامورین #فقر #طالبان #اقتصاديستونزې #ژمی #افغانستان #پښتوخبرونه #دمعلمینو_حقونه

Author