په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د انټي بیوټیک درملو د ناسم او خپل سري کارولو په اړه خبرداری ورکړی دی. دغه سازمان په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې انټي بیوټیک د زکام او انفلونزا په څېر ویروسي ناروغیو لپاره ګټه نه لري او یوازې د باکتریایي عفونتونو پر وړاندې کار کوي .
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کیږي چې له پاکستان سره د درملو د سوداګرۍ له بندېدو وروسته، په کابل کې د درملو بیې تر ۴۰ سلنې پورې لوړې شوې دي. د رسمي سوداګرۍ بندېدل د دې لامل شوي چې ډېری درمل اوس د قاچاق له لارې بازار ته راشي چې کیفیت یې د اندېښنې وړ دی .
د روغتیا سازمان وايي چې د انټي بیوټیکو بې ځایه کارول د دې لامل کیږي چې میکروبونه د درملو پر وړاندې مقاومت پیدا کړي. دا چاره په راتلونکي کې د ناروغیو درملنه خورا ګرانه او ستونزمنه کوي، نو له خلکو غوښتل شوي چې یوازې د ډاکټر په مشوره درمل وکاروي .

افغانستان #روغتیا #درمل #WHO #انټيبیوټیک #کابل #ناروغۍ #طبيخبرونه #پښتو #عامې_روغتیا

Author