د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف خبرداری ورکړی، که چیرې پر لبنان د اسراییلو بریدونه ونه درول شي، نو تهران به له امریکا سره د خبرو بهیر ودروي. نوموړي دا موضوع د لبنان د پارلمان له رییس سره په خبرو کې یاده کړې ده.
د ایران د پارلمان رییس ټینګار وکړ چې د دې تاوتریخوالو د دوام په صورت کې به د هغه هیواد نه یوازې خبرې ودروي، بلکې د دې بریدونو پر وړاندې به په کلکه ودریږي. دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په سیمه کې کړکیچ زیات شوی دی.
اسراییلو په دې وروستیو کې د لبنان په سویل کې د حزب الله پر اهدافو خپل بریدونه خورا زیات کړي دي. په همدې حال کې امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ د یوه وړاندیز شوي تړون اصلاح شوې نسخه د منځګړو له لارې تهران ته لیږلې ده.
🌐
#ایران #لبنان #منځنی\_ختیځ