د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي له برښنا شرکت سره د انرژۍ د هوکړه لیکونو د لاسلیک پر مهال وویل، چې افغان سوداګر په هېواد کې دننه د فابریکو جوړولو ته پوره چمتووالی لري. خو هغه خبرداری ورکړ چې د دغو فابریکو دوامداره فعالیت له برښنا پرته ناشونی دی او دا یې یوه جدي ننګونه وبلله.
ښاغلي عزیزي ټینګار وکړ چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او ځان بسیاینې اصلي کیلي د انرژۍ د زیربناوو په پراختیا کې نغښتې ده. د هغه په وینا، د کافي او ډاډمنې برښنا نشتوالی د لویو صنعتي پانګونو پر وړاندې یو له اصلي خنډونو څخه دی چې باید ژر تر ژره لرې شي ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
په دې ناسته کې چې د انرژۍ سکتور د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې وه، د عزیزي ګروپ مشر په ډاګه کړه چې ۲۴ ساعته برښنا ته لاسرسی د صنعتي کېدو په لور یو اساسي شرط دی. هغه هیله وښوده چې د دې ستونزې په حل سره به هېوادوالو ته پراخ کاري فرصتونه رامنځته شي او ملي اقتصاد به د پام وړ وده وکړي.

میرویسعزیزی #برښنا #صنعت #افغانستان #پانګونه #اقتصاد #برښناشرکت #فابریکه #پرمختګ #انرژي

Author