د طالبانو حکومت چارواکو اعلان کړی چې په بغلان ولایت کې د ترافیکي پیښې له امله پنځه کسان مړه شوي دي. دا پیښه د دوو بار وړونکو موټرو د ټکر له امله شوې ده.
د باختر آژانس د خبر له مخې، دا ټکر تېره شپه د دوشي ولسوالۍ په زردسنگ سیمه کې شوی. د اور لګېدنې له امله یو ټانکر په بشپړه توګه سوځېدلی دی.
قربانیان ټول د یوه کرولا موټر سپرلۍ وې. د سړکونو خرابوالی او د قوانینو نه مراعاتول تل د خلکو ژوند اخلي.
🌐 #افغانستان #بغلان #ترافیکی\_پیښه