د بودايي راهبانو یوې ډلې چې له میاشتو راهیسې د سولې لپاره پلی سفر کاوه، بالاخره د سلواغې په ۲۱مه واشنګټن ډي سي ته ورسېدل. دغو راهبانو شاوخوا ۳۷۰۰ کیلومتره لاره وهلې او د امریکا له اتو ایالتونو تېر شوي دي ترڅو د سولې پیغام پلازمېنې ته ورسوي. دا سفر ورته اسانه نه و؛ دوی له سختې یخنۍ او آن ترافیکي پېښو سره مخ شول.
حتی د دې ډلې محبوب سپی “الوکا” چې له هند څخه راوړل شوی و، ټپي شو خو تر عملیاتو وروسته بېرته له کاروان سره یوځای شو. راهبان وايي چې “سوله له باطن څخه پیلیږي” او غواړي خلکو ته ور په زړه کړي چې سوله یوازې یو منزل نه، بلکه د ټولنې د یووالي لاره ده.
تمه کیږي چې دا ډله د چهارشنبې په ورځ د لینکن د یادګار مخې ته په مراسمو سره خپل سفر پای ته ورسوي. دوی به د پنجشنبې په ورځ بېرته تکزاس ته ستانه شي، وروسته له هغه چې میاشتې یې تر ونو لاندې ویده شوي او په ورځ کې یې یوازې یو وخت ډوډۍ خوړلې ده.