د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د «روڼتیا نړیوال سازمان» د نوي راپور په غبرګون کې، په افغانستان کې د اداري فساد په اړه شوې ادعاوې بې اساسه وبللې. هغه په ډاګه کړه چې په هېواد کې د فساد کچه د تېرو کلونو په پرتله په بې ساري ډول کمه شوې ده.
ښاغلي فطرت ټینګار وکړ چې اوسني حکومت له فساد سره د مبارزې او په دولتي ادارو کې د روڼتیا د رامنځته کولو لپاره جدي او پرېکنده ګامونه پورته کړي دي. د هغه په وینا، د ترسره شویو هڅو په پایله کې د هېواد اداري سیسټم له پخوا پاک او ځواب ویونکی شوی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې نړیوال بنسټونه تل د افغانستان پر عوایدو او مرستو د دقیقې څارنې ټینګار کوي. خو سرپرست حکومت په دې باور دی چې بهرني راپورونه په افغانستان کې د اداري اصلاحاتو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې موجود حقایق له پامه غورځوي.