د متحده عربي اماراتو د اتحاد هوایی شرکت چارواکو اعلان کړی چې کابل ته به خپلې الوتنې د ۱۴۰۵ کال د حمل په ۸مه (د ۲۰۲۶ د مارچ ۲۸) پیل کړي. دغه پرېکړه په اماراتو کې د طالبانو د ډلې سفیر مولوي بدرالدین حقاني سره په لیدنه کې شوې ده.
د کابل او ابوظبۍ ترمنځ د الوتنو پیل به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې کړي. د شرکت مسوولینو ډاډ ورکړی چې د دې الوتنو په پیل سره به د مسافرو لپاره ترانسپورتي اسانتیاوې زیاتې او ستونزې به راکمې شي.
د طالبانو سفیر د دې ګام هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې چې د ټکټونو بیې دې راټیټې او افغانانو ته دې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي. تمه کیږي چې دا ګام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ په برخه کې مثبت بدلون راولي.