ټیک ټاک د ماشومانو د خوندیتوب لپاره په اروپا کې یو نوی ځیرک سیستم فعالوي ترڅو د ۱۳ کلونو څخه د کم عمره کاروونکو اکونټونه وپېژني او لرې یې کړي.

دا ګام د اروپايي اتحادیې د قانوني فشارونو په ځواب کې اخیستل کېږي چې په مجازي فضا کې د ماشومانو لپاره د لا ډېر خوندیتوب غوښتنه کوي.


دا نوې ټیکنالوژي د عمر پوښتنې پرځای، له بېلابېلو نښو لکه د پروفایل معلومات، خپاره شوي ویډیوګانې او د کاروونکي چلند څخه کار اخلي ترڅو د هغه عمر اټکل کړي.

که سیستم وپېژني چې کاروونکی تر قانوني عمر لاندې دی، اکونټ یې د لا زیاتې څېړنې لپاره انساني ټیمونو ته استول کېږي او په اتومات ډول نه پاکېږي.


هغه کاروونکي چې اکونټ یې په تېروتنه بند شي، کولی شي د پېژندپاڼې په لېږلو یا د مخ پېژندنې سیستم په کارولو سره د بیا کتنې غوښتنه وکړي.

ټیک ټاک وايي دا سیستم د اروپا د سختو قوانینو لپاره ځانګړی شوی او هڅه کوي د محرمیت ساتلو او د ماشومانو د خوندیتوب ترمنځ توازن وساتي.

ټیکټاک #ډیجیټلخوندیتوب #ټیکنالوژي #اروپا #مجازيفضا #ماشومان #محرمیت #ټولنیزهشبکه

Author