د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د یوې جهادي مدرسې د فراغت په مراسمو کې یو کس چې ځان یې “ابو عبیده” معرفي کاوه، د حماس ډلې د جنګیالیو په څېر جامو کې راښکاره شو. هغه په خپلو توندو خبرو کې له ګډونوالو وغوښتل چې د “کفارو” پر وړاندې پاڅون وکړي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ویډیوګانې ښيي چې په دې غونډه کې یو شمېر وسله وال او طالبان هم شتون لري. که څه هم ویناوال د اسلام له دښمنانو سره د مبارزې خبرې کولې، خو د طالبانو چارواکو تر اوسه د دې څرګندونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د دې مراسمو ترسره کېدل او د بهرنیو ډلو په څېر جامې اغوستل د خلکو ترمنځ پوښتنې راپورته کړي دي. خلک حیران دي چې ولې سیمه ییز مسوولین د داسې پارونکو ویناوو پر وړاندې چوپه خوله پاتې دي.