د “ملت عشق” مشهور ناول لیکوالې الیف شفق د طالبانو د محکمو پر جزايي اصولو کلکې نیوکې کړي او هغه یې “وحشتناک” بللي دي. هغې ویلي چې دا قوانین ښځې د وینځو یا غلامانو په کچه راټیټوي. نوموړې په خپل انسټاګرام کې لیکلي چې دا قانون مړونه د “غلامانو په څښتنانو” بدلوي او د کورني تاوتریخوالي او آن د ښځو وژنې ته لار هواروي.
مېرمن شفق چې د نړۍ یو له هغو ګوتو شمېر ادبي څېرو څخه ده چې تل یې د افغان ښځو په اړه غږ پورته کړی، پر دې ناورین د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا نیوکه وکړه. هغې خبرداری ورکړ چې طالبانو ټولنه په “لوړو او ټیټو” طبقو ویشلې او نړۍ باید د دې جنسیتي تبعیض پایلې له پامه ونه غورځوي.
دا اصول نامه چې تېره میاشت د طالبانو د رهبر له خوا توشيح شوه، د خلکو د ټولنیزې طبقې پر بنسټ بېلابېلې سزاګانې ټاکي. د الیف شفق څرګندونې د بشري حقونو د فعالانو هغه ژورې اندېښنې منعکسوي چې وايي په افغانستان کې ښځو خپل ټول لومړني حقونه له لاسه ورکړي دي.