په ارزګان ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ تایید کړه چې د صدیق الله په نوم د مخکیني حکومت د یو پوځي جسد په ترینکوټ کې له قبر څخه ایستل شوی او قبر یې ویجاړ شوی دی. که څه هم د طالبانو سیمه ییز چارواکي دا کار “غیر انساني” بولي او د “مغرضو کړیو” کار یې ګڼي، خو د یاد پوځي کورنۍ ټینګار کوي چې دا کار د طالبانو ځواکونو کړی دی.
په خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې قبر په بشپړه توګه نړول شوی دی. د قرباني یو خپلوان ویلي چې عاملینو نه یوازې جسد را ایستلی، بلکې سپکاوی یې هم ورته کړی دی. صدیق الله په ۲۰۲۱ کال کې وژل شوی و او ورور یې هم په تېر دولت کې پوځي قومندان پاتې شوی و.
دا پېښه د طالبانو د رهبر لخوا د عمومي عفوې له اعلان سره سره شوې ده. د ارزګان د پولیسو ویاند د پلټنو ژمنه کړې، خو دې پېښې د خلکو ترمنځ د پخوانیو پوځیانو د خوندیتوب او حتی د هغوی د جسدونو د درناوي په اړه ژورې اندېښنې راپورته کړې دي.