د بالیووډ مشهور ستوری سلمان خان د ممبۍ د لیلاوتي روغتون له ډاکټرانو څخه ناخوښه دی چې ولې یې د هغه د پلار، سلیم خان د روغتیا په اړه معلومات له رسنیو سره شریک کړي دي. ۹۰ کلن سلیم خان د ۲۰۲۶ کال د فبروري په ۱۷مه د مغزي وینې د لږ جریان له امله په روغتون کې بستر شو، او کورنۍ یې غوښتنه کړې چې د هغه د ناروغۍ په اړه دې محرمیت وساتل شي.
د کورنۍ یوې نږدې سرچینې ویلي چې روغتیا یوه شخصي مسله ده او ډاکټرانو باید د کورنۍ له اجازې پرته معلومات نه وای خپاره کړي. ډاکټر جلیل پارکر مخکې رسنیو ته ویلي و چې سلیم خان یو کوچنی عملیات کړی او اوس په ICU کې تر څارنې لاندې دی، خو وضعیت یې د ډاډ وړ دی او ډیر ژر به روغ شي.
په همدې حال کې، د شاهرخ خان یوه پخوانۍ مرکه په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي چې پکې هغه د سلیم خان د مرستو ستاینه کوي. شاهرخ خان ویلي و: “زه نن د سلیم خان له برکته شاهرخ خان یم” او یادونه یې وکړه چې کله هغه نوی ممبۍ ته راغلی و، د سلیم خان کور او دسترخوان تل د هغه پر مخ خلاص و.

سلمانخان #سلیمخان #شاهرخخان #بالیووډ #هنديسینما #ممبۍ #روغتیا #هنرمندان #سینما #خبرونه

Author