د ناروې پخواني لومړي وزیر توربیورن یاګلنډ، د مشهور جنسي مجرم جیفري اپسټین سره د اړیکو او فساد د تورونو له امله د ځان وژنې هڅه کړې او اوس په روغتون کې بستر دی. د ناروې رسنیو راپور ورکړی چې دا پېښه وروسته له هغه وشوه چې پولیسو په اوسلو کې د هغه کور تالاشي کړ او یو شمېر اسناد یې ضبط کړل .
د امریکا د عدلیې وزارت لخوا خپاره شوي اسناد ښيي چې یاګلنډ او کورنۍ یې د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ خپلې رخصتۍ د اپسټین په اقامتګاه کې تېرې کړې دي او د سفر لګښتونه یې د هغه لخوا ورکړل شوي وو. اپسټین په دغو اسنادو کې یاګلنډ ته د «نوبل مشر» خطاب کړی، چې د نوبل په کمېټه کې د هغه ریاست ته اشاره ده .
د ناروې د اقتصادي جرمونو واحد تایید کړې چې یاګلنډ په «درانه فساد» تورن دی او د اروپا شورا هم د هغه دیپلوماتیک مصونیت لغوه کړی دی. یاګلنډ چې د اروپا شورا د سرمنشي او د ناروې د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې، اوس له سختو تورونو سره مخ دی چې سیاسي شهرت ته یې لوی زیان رسولی دی .

ناروې #اداريفساد #توربیورنیاګلنډ #جیفرياپسټین #سیاسيرسوايي #ځانوژنه #دپولیسوپلټنې #دنوبلکمېټه #داروپاشورا #نړیوالخبرونه

Author