د پاکستان د امنیتي مطالعاتو او څیړنو مرکز په خپل کلني راپور کې ویلي چې ۲۰۲۵ کال د دغه هیواد لپاره په تیره یوه لسیزه کې تر ټولو خونړی کال و.
خو په راپور کې د تاوتریخوالي په کمولو کې د سرحدونو د مدیریت اغیز ته هم اشاره شوې ده.
د راپور له مخې، د اکتوبر په ۱۱مه له افغانستان سره د لارو تړل کیدل د ترهګریزو بریدونو او تلفاتو د پام وړ کمیدو لامل شوي دي.
دا شمیرې د اسلام اباد د سرحدي تګلارو او له کابل سره د اړیکو په اړه نوي بحثونه راپورته کړي دي.
په پاکستان کې د ناامنیو زیاتوالی د دغه هیواد حکومت ته لوی ننګونه ده. پاکستاني چارواکي تل ادعا کوي چې د دغو ناامنیو ریښې له پولې پورې غاړه دي، خو کابل تل دا ادعاوې رد کړي دي.