د انګلستان د بریسټول ښار پولیسو د کرکې له امله د یوه جرم په اړه پلټنې پیل کړې دي، چې په ترڅ کې یې یو کس د جومات په دروازه کې د خنزیر غوښه ایښې وه. دا پېښه د روژې د مبارکې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې هغه مهال وشوه چې لمونځ کوونکي په عبادت بوخت وو، چې د مسلمانانو د اندېښنې لامل شوې ده .
د ایوون او سامرسیټ سیمې پولیسو د یوه شکمن سړي انځورونه خپاره کړي دي. دغه کس چې د یو کل سر او روښانه جامو لرونکي په توګه توصیف شوی، د فبرورۍ په ۲۰مه د چلتنهام په سړک کې لیدل شوی دی. پولیسو ټینګار کړی چې هېڅ ډول کرکه خپرول به ونه زغمي .
د پولیسو یوې مشرې سرنا سرجنټ له دې پېښې د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل چې د جوماتونو شاوخوا ګزمې زیاتې شوې دي. هغې ډاډ ورکړ چې پولیس د مسلمانانو د ملاتړ او عامه نظم د ساتلو لپاره د جومات له مسؤلینو سره په دوامداره اړیکه کې دي او د مجرم د پېژندلو لپاره پلټنې روانې دي .