د امریکا د سنا دموکرات مشرانو چاک شومر او مارک وارنر، له امنیتي چارواکو سره تر یوې پټې ناستې وروسته، له ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل چې په ایران د احتمالي پوځي برید په اړه خپل دلایل روښانه کړي. دا غوښتنه وروسته له هغه وشوه چې دوی د بهرنیو چارو وزیر او د سي ا ی اې له مشر سره وکتل .
شومر ټینګار وکړ چې حکومت باید د داسې مهمې پرېکړې لپاره خپل استدلالونه د امریکا خلکو ته وړاندې کړي. وارنر هم په مینځني ختیځ کې اوسنی وضعیت «خورا جدي» وباله او په دې شخړه کې د امریکا د اهدافو او ګټو په اړه یې د روڼتیا غوښتنه وکړه .
دا فشارونه په داسې حال کې زیاتیږي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي د پراخېدو اندېښنې ډېرې شوې دي. دموکراتان په دې باور دي چې هر ډول پوځي اقدام باید د امریکا د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره له یوې مشخصې تګلارې سره مل وي او ولسمشر باید خلکو ته ځواب ویونکی وي .

امریکا #ایران #ډونالډټرمپ #دامریکاسنا #احتماليجګړه #منځنیختیځ #چاکشومر #بهرنیسیاست #مليامنیت #سیاسي_خبرونه

Author