د امریکا پولیسو ویلي چې د ټکزاس ایالت یوې مېخانې ته نږدې په ډزو کې درې کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. بریدګر چې ۵۳ کلن ندیاګا دیان نومېده، له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی .
راپورونه وايي چې وسله وال کس د برید پر مهال داسې جامې اغوستې وې چې پرې “د الله اړوند” لیکل شوي وو او د ایران د بیرغ نښه یې درلوده. دغه کس چې د سینیګال اصلي اوسېدونکی او د امریکا تابعیت یې درلود، لومړی په سیمه کې څو ځله درېدلی او بیا یې پر خلکو ډزې کړې دي .
د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) ویلي چې دا پېښه د احتمالي ترهګریز برید په توګه څېړي. د آسټین ښار پولیسو تایید کړې چې بریدګر له موټره ښکته شوی او په لاره تېرېدونکو خلکو یې نېغ په نېغه ډزې کړې دي .