د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د حکومت له لوري د “راه فردا” ټلویزیون د فعالیت ځنډول او د شتمنیو ضبطول د بیان د ازادۍ خلاف عمل بللی دی. دغه مرکز له طالبانو غوښتي چې د سیاسي مشرانو شخصي نظرونه باید له رسنیو سره ونه نښلوي او د رسنیو ازادۍ ته درناوی وکړي .
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت تایید کړې چې دغه ټلویزیون د محمد محقق د وروستیو څرګندونو له امله تړل شوی دی. محقق د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه د “دوو رژیمونو ترمنځ تقابل” بللی و او ویلي یې وو چې دا د افغان ولس جګړه نه ده .
دا دویم ځل دی چې طالبان د راه فردا ټلویزیون نشرات بندوي. تر دې وړاندې هم د دغې رسنۍ فعالیت د حقوقي ستونزو له امله ځنډول شوی و. محمد محقق چې د دې رسنۍ بنسټ ایښودونکی دی، د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده وتلی دی .