د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اټکل کړی چې له ایران سره پوځي نښته ممکن شاوخوا څلور اونۍ وخت ونیسي. هغه له ډیلي مېل ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، که جګړه هر څومره سخته هم وي، خپلو اهدافو ته رسېدل به له یوې میاشتې کم وخت ونیسي .
ټرمپ په دې جګړه کې د سعودي عربستان د ګډون احتمال ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: “هغوی په جګړه کې دي او هغوی هم جګړه کوي.” دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په سیمه کې تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی .
د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې د داسې بهیر لپاره پلان تل څلور اونۍ و. هغه ایران یو لوی هېواد وباله خو ډاډ یې وښود چې پوځي عملیات به په اټکل شوي وخت کې پای ته ورسېږي .