د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې پاکستان پر افغانستان په بریدونو کې “مجرم” دی. هغه د پاکستان وروستي بریدونه وغندل او هغه یې د ستونزو د زیاتېدو لامل وبلل .
خلیلزاد د وضعیت خرابېدو ته په اشارې سره وویل چې د دې ستونزې د حل لار جګړه نه، بلکې خبرې اترې دي. هغه له دواړو لورو وغوښتل چې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره د مذاکراتو لاره غوره کړي .
د خلیلزاد دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د درنو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي. نوموړي تل د افغانستان په قضیه کې د پاکستان پر رول ټینګار کړی دی .

زلمیخلیلزاد #پاکستان #افغانستان #سوله #مذاکرات #جګړه #ډیپلوماسي #سرحديشخړه

Author