ترکي رسنیو خبر ورکړی چې د ترکیې د بدروم سیمې په اوبو کې د افغان کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې ده. په دې خواشینونکې پېښه کې لږ تر لږه نولس افغان کډوالو چې یو ماشوم هم په کې شامل دی، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ترکیې ژغورونکو ځواکونو وکولای شول چې شاوخوا شل نور کډوال له ډوبېدو وژغوري. د موغلا سیمې والي تایید کړې چې د دې کښتۍ ټول سپرلۍ افغانان وو او د هوا خراب وضعیت د دې مرګونې پېښې لامل شوی دی.
د کډوالو د حقونو ملاتړي بنسټونه وايي چې دا کسان په ترکیه کې د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو له ردېدو وروسته د خطرناکو لارو ټاکلو ته اړ شوي دي. هغوی له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان کډوالو کړکېچن وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.
#افغان\_کډوال #ترکیه #کډوال #افغانستان #ډوبېدل
🌐