رضا پهلوي وایي چې اسلامي جمهوریت پر عربي هېوادونو لکه اماراتو، سعودي، قطر او بحرین د توغندیو په توغولو سره د خپلو ګاونډیانو ملي حاکمیت تر پښو لاندې کړی دی.
هغه دا چاره د نه منلو وړ وبلله او ویې غندله.د هغه په وینا، دا برید کوونکې تګلارې د ایران د خلکو غوښتنه نه ده او اوسني رژیم هېواد اشغال کړی دی. هغه یادونه وکړه چې له ۱۳۵۷ کال مخکې، ایران او عربي هېوادونو نږدې همکاري درلوده.
پهلوي ټینګار وکړ چې د لېږد په دوره کې به یو اصلي هدف د ایران د بهرنیو اړیکو عادي کول وي او خلک به خپل راتلونکی ټاکي.
#رضا_پهلوي #ایران #منځنی_ختیځ #عربي_هېوادونه #سعودي #امارات #سیاست #حاکمیت