د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودف خبرداری ورکړی چې د فارس خلیج په هېوادونو کې د امریکا د پوځي اډو شتون د دې هېوادونو لپاره جدي ګواښ دی.

هغه د جمعې په ورځ وویل چې عربي هېوادونو په ساده ګۍ سره امریکا ته د اډو جوړولو اجازه ورکړې ترڅو ساتنه یې وکړي، خو واشنګټن یوازې د خپلو ګټو لپاره ترې کار اخلي او د یوه ځانګړي هېواد ملاتړ کوي.

مدودف د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې پخپله خاوره کې د امریکا د پوځي شتون د اړتیا په اړه ژور فکر وکړي، ځکه دا اډې د امنیت تضمین نه کوي.

#روسیه #امریکا #فارس_خلیج #پوځي_اډه #منځنی_ختیځ #مدودف #سیمه_ییز_امنیت #پوځي_سیاست

Author