پخواني امریکايي ډیپلوماټ زلمي خلیلزاد په ایکس شبکه کې اعلان وکړ چې په عراق کې د سپاه پاسداران پورې تړلې ډلې د حکومت لخوا تمویلیږي. هغه زیاته کړه چې دا ډلې پر کردانو او امریکايي ځواکونو د وروستیو بریدونو عاملین دي.
د خلیلزاد په وینا، دې ډلو په بغداد کې د امریکا پر سفارت، د امریکایانو د اوسېدو پر هوټلونو او په کردستان کې پر مېشتو ځواکونو بریدونه کړي دي. د دې ډلو سیاسي استازي هم د عراق په پارلمان کې په ښکاره «مرګ پر امریکا» شعارونه ورکوي.
هغه د امریکا له حکومت څخه وغوښتل چې د دې ادعاوو د تایید په صورت کې، د دې ډلو پوځي ظرفیتونه په کلکه په نښه کړي. خلیلزاد همدا راز ټینګار وکړ چې بغداد باید له دې ملیشو څخه خپل ټول مالي ملاتړ پرې کړي.
#زلمی\_خلیلزاد #عراق #امریکا #سپاه\_پاسداران #کردستان #منځنی\_ختیځ #د\_سیمې\_کړکېچ