د سرې صلیب نړیوال کمیټې اعلان وکړ چې د طالبانو او پاکستان تر منځ وروستیو نښتو زرګونه کورنۍ مجبورې کړي چې خپل کورونه پریږدي. د دې کمیټې په وینا، دا کورنۍ خپل ټول شتمني له لاسه ورکړې ده.
دې کمیټې وویل چې زیان منونکو او بې ځایه شویو کورنیو ته د مرستې پروسه پیل شوې ده. یو بې ځایه شوي کس وویل چې په تورخم کې په شپه کې سخته جګړه پیل شوه او بریدونو دروند زیانونه رامنځته کړل.
عبدالکریم عزیزي، په سیمه کې د سرې صلیب نړیوال کمیټې یو کارمند وویل چې زیان منونکو ته مرسته دوام لري. د دې کمیټې په وینا، د ننګرهار د اچین او غني خیلو ولسوالیو کې ۳۵۰۰ بې ځایه شویو کورنیو ته نغدې مرستې وړاندې شوي دي. #سره\_صلیب #افغانستان #پاکستان #بې\_ځایه\_شوي #تورخم