د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې د خپلو چاپندازانو په بې سارې ځلا سره د دې لوبې د نړیوالو سیالیو دریم مقام خپل کړ. افغان ورزشکارانو د رده بندۍ په لوبه کې وکولای شول د روسیې ملي لوبډلې ته د شپږو په مقابل کې په صفر پایلې سره سخته ماتې ورکړي.

دا په زړه پورې سیالۍ د کوک پر په برخه کې د قزاقستان هېواد د ترکستان ښار په کوربه توب ترسره شوې. د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې هم خورا ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او وتوانېده چې د هنګري او مغولستان پیاوړې لوبډلې له مخې لرې کړي.

د وزلوبې د سږني کال نړیوالې سیالۍ د افغانستان روسیې ترکیې او چین په ګډون د نهو مطرحو هېوادونو په شتون کې جوړې شوې وې. د دې ارزښتناک مقام ګټلو یو ځل بیا په نړیواله کچه د افغان چاپندازانو مهارت او زړورتیا نندارې ته وړاندې کړه. #وزلوبه #افغان\_ورزش

Author