د افغانستان د ازادۍ جبهې د یوه پیغام په خپرولو سره هېوادوالو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي ویلې او د روان وضعیت په اړه یې سخته اندېښنه ښودلې ده. دې جبهې په خپل پیغام کې په کابل کې پر یوه روغتون د پاکستان وروستي هوایي بریدونه چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې لامل شول په کلکه غندلي دي.

په دې اعلامیه کې ادعا شوې چې د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو د غړو د پناه ورکولو لپاره له ملکي ځایونو او دولتي ودانیو استفاده کوي. د ازادۍ جبهې دا تګلاره پر ملکي اهدافو د بمبارۍ او د بې ګناه هېوادوالو د وژل کېدو اصلي لامل بللی دی.

دې جبهې د حاکمو بنسټونو له خوا د معلوماتو پټول او سانسور غندلی او د کابل د څلور سوه بستریز روغتون د خونړۍ پېښې په اړه یې د خپلواکو نړیوالو څېړنو غوښتنه کړې ده. دوی له خلکو غوښتي چې د رواني تبلیغاتو ښکار نه شي. #افغانستان #ازادۍ\_جبهه

Author