په دوحه کې د افغانستان د سفارت سرپرست سهیل شاهین یو ځل بیا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ پر ترلاسه کولو ټینګار کړی دی. هغه وایي چې تر نږدې پنځه کلنې واکمنۍ وروسته باید دا څوکۍ د اوسني حکومت استازي ته وسپارل شي.
پر افغانستان د حکومت د بیا واکمنېدو له پنځو کلونو تېرېدو سره سره ملګرو ملتونو تر اوسه د دې مهمې څوکۍ له ورکولو ډډه کړې ده. نړیوالې ټولنې تل د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو رعایت او د یوه ټول شموله حکومت جوړول د رسمیت پېژندلو مخکیني شرطونه بللي دي.
سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې د طالبانو حکومت باید په لومړي قدم کې د افغانانو برحقه غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي. د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل کولای شي د رسمیت نه پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې پلمې له منځه یوسي. #افغانستان #ملګري\_ملتونه