د طالبانو حکومت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې د جوزجان ولایت په قوش تپه ولسوالۍ کې یې د دوو ښځو په ګډون شپږ کسان په درو وهلي دي. دا کسان پر چارواکو د نیوکو او نامشروع اړیکو په تور مجازات شوي دي.

د دې ډلې د محکمې لخوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې هر تورن کس له شلو څخه تر نهه دیرشو پورې دورې خوړلې دي. همدارنګه محکمې پریکړه کړې چې دا کسان باید له شپږو میاشتو څخه تر دوو کلونو پورې په زندان کې تیر کړي.

دا په وروستیو میاشتو کې دویم ځل دی چې خلک د دې ډلې مشرانو ته د سپکاوي په تور د خلکو په وړاندې مجازات کیږي. تر دې وړاندې په بادغیس ولایت کې هم یو سړی د ورته دلیل له امله په درو وهل شوی او زندان ته استول شوی و.

#جوزجان #طالبان #بشري\_حقونه #افغانستان

🌐

Author