د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د پاکستان د پولو له تړل کېدو وروسته، ایران د افغانستان د سوداګرۍ پر اصلي لار بدل شوی دی. اوسمهال د هېواد شاوخوا شپېته سلنه سوداګري د لوېدیځو لارو څخه ترسره کېږي، چې د توکو او سون توکو بیې یې خورا لوړې کړې دي.

افغانستان دا مهال له څو ګونو بحرانونو سره مخ دی، چې پکې د نړیوالو مرستو کموالی او د افغان کډوالو بېرته راستنېدل شامل دي. دې ستونزو په هېواد کې د خوړو خوندیتوب په جدي توګه زیانمن کړی او خلک یې له سختو ننګونو سره مخ کړي دي.

تر دیارلس میلیونو ډېر افغانان له سختې لوږې سره مخ دي. مرستندویه بنسټونو خبرداری ورکړی چې که د پولو ستونزې هوارې نه شي، نو میلیونونه نور خلک به د خوړو او لومړنیو اړتیاوو له جدي کمښت سره مخامخ شي.

#افغانستان #سوداګري #اقتصاد

🌐

Author