ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې د سیمې په هېوادونو کې د سټارلینک سپوږمکۍ انټرنیټ تاسیسات د مشروع پوځي اهدافو په توګه په پام کې نیول کېږي. د ایلان ماسک دا پرمختللی شبکوي سیسټم په څو عربي هېوادونو کې فعال دی.
له امریکا او اسراییلو سره د جګړې له پیل وروسته، ایران د خپلو وګړو لپاره انټرنیټ ته لاسرسی په کلکه محدود کړی دی. همدارنګه په دې هېواد کې د سټارلینک وسیلو کارول جرم ګڼل شوی او سختې سزاوې لري.
دا ګواښونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې پر ایراني زیربناوو د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونه لا هم دوام لري. د ایران حکومت خپلو هېوادوالو ته هم خبرداری ورکړی چې د توغندیو د لګېدو له ځایونو څخه انځورونه وانخلي.
#ایران #سټارلینک #د\_منځني\_ختیځ\_جګړه #سپوږمکۍ\_انټرنیټ
🌐