د لیتوانیا سرحدي ساتونکو اعلان کړی چې څلور دېرش ناقانونه کډوال یې له بلاروس څخه د تېرېدو پر مهال نیولي دي. په دې کسانو کې یو شمېر افغان وګړي هم شته چې په اروپا کې د پناه اخیستو په لټه کې وو.

دا د کډوالو تر ټولو لویه ډله ده چې سږ کال په دې لاره کې پېژندل شوې او نیول شوې ده. راپورونه ښيي چې دا پناه غوښتونکي له افغانستان، پاکستان، الجزایر او سومالیا څخه دې سیمې ته راغلي دي.

د لیتوانیا چارواکو تایید کړې چې دا کډوال له نیول کېدو وروسته بېرته د بلاروس خاورې ته شړل شوي دي. د لیتوانیا له پولو څخه د پناه غوښتونکو د شړلو تګلاره په وروستیو کلونو کې په ډېر شدت سره پلي کېږي.

#کډوالي #افغان\_کډوال #لیتوانیا #د\_پناه\_غوښتنې\_کړکېچ

🌐

Author