د برتانیا په هال ښار کې د جنازې د مراسمو یوه مسؤل رابرت بوش اعتراف کړی چې دیرش مړي یې نه دي ښخ کړي. هغه همدارنګه هغه پیسې هم غلا کړې دي چې کورنیو د جنازې د مراسمو لپاره ورکړې وې.
پولیسو تیر کال په مارچ میاشت کې خپلې پلټنې پیل کړې او د تلاشۍ پرمهال یې د انسانانو ګڼ شمیر پاتې شوني وموندل. دغه کس له دې وړاندې هم کورنیو ته د پردیو کسانو د ایرو په ورکولو سره درغلۍ کړې وې.
د قربانیانو کورنیو دغه مدیر یو شیطان بللی او په ضمانت د هغه پر خوشې کیدو یې سخته نیوکه کړې ده. ټاکل شوې چې د رابرت بوش وروستۍ پریکړه د روان کال په جولای میاشت کې اعلان شي او د اوږد بند احتمال یې ډیر دی.
#برتانیا #درغلي #جرم #نړیوال\_خبرونه
🌐