باوري سرچینو تایید کړې چې د طالبانو حکومت استخباراتي ځواکونو د عامې روغتیا د وزیر پر دفتر برید کړی دی. په دې عملیاتو کې د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ته نږدې پنځه تنه لوړپوړي چارواکي نیول شوي دي.
ویل کیږي چې دا کسان د اداري فساد او بډو اخیستو په تور نیول شوي دي. د معلوماتو له مخې، دغو چارواکو د هر درملتون د فعالیت د جواز لپاره پنځه زره امریکایي ډالر او د عمده پلورونکو څخه یې درې نیم زره ډالر رشوت اخیست.
د طالبانو حکومت استخباراتي ځواکونو د عامې روغتیا وزیر ته خبرداری ورکړی چې د مداخلې په صورت کې به هغه هم ونیول شي. دا کسان اوس د نورو څیړنو لپاره د استخباراتو بل ریاست ته لیږدول شوي دي.
#افغانستان #عامې\_روغتیا #اداري\_فساد
🌐