د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې د سیندونو د راوتلو او سیلابونو له امله دریو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا طبیعي پیښې په وروستیو ورځو کې د سختو بارانونو له امله د دې ولایت په بیلابیلو برخو کې رامینځته شوې دي.

په غزني ولایت کې د طالبانو حکومت د پولیسو قوماندانۍ تایید کړې چې دا مرګ ژوبله په اجرستان، خوګیاڼو او مقر ولسوالیو کې رامینځته شوې ده. په دې پیښو کې یو شمیر سیمه ییز اوسیدونکي سخت ټپیان شوي هم دي او خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

په تیرو څو ورځو کې د هیواد ډیری ولایتونه د سختو بارانونو او مرګونو سیلابونو شاهدان دي. دې ناوړه وضعیت په یو شمیر ولایتونو کې لویې لارې او عمومي سړکونه تړلي دي چې خلکو ته یې ډیرې ستونزې جوړې کړې دي.

#افغانستان #غزني #سیلابونه #طبیعي\_پیښې

🌐

Author