په خوست او فراه ولایتونو کې د دوو جلا ترافیکي پیښو له امله دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور سخت ټپیان شوي دي.

لومړۍ پیښه د خوست په صبریو ولسوالۍ کې له یوه دیوال سره د موټر د ټکر له امله رامنځته شوه. په دې پیښه کې یو کس ووژل شو. دویمه پیښه د فراه په فراهرود ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

د فراه ټکر د دوو موټرو ترمنځ و چې یو مړی او درې ټپیان یې درلودل. د سړکونو خرابوالی په بېلابېلو ولایتونو کې د دې پیښو اصلي لامل دی.

🌐 #افغانستان #خوست #فراه #ترافیکی\_پیښه

Author