د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې پر ایران د امریکا پوځي عملیات ډېر ښه روان دي. نوموړي دا بریدونه نه یوازې د منځني ختیځ، بلکې د ټولې نړۍ لپاره یو ستر احسان بللی دی.
ټرمپ ادعا کړې چې د امریکا او اسراییلو ګډو بریدونو د ایران پوځي ځواک سخت ځپلی دی. د هغه په وینا، د ایران ۴۲ سمندري بېړۍ ویجاړې شوي، مخابراتي سیستمونه یې له کاره لوېدلي او اټومي تاسیسات یې هم سخت زیانمن شوي دي.
د امریکا ولسمشر د خپلو وژل شویو سرتېرو ستاینه وکړه او هغوی یې اتلان وبلل. نوموړي همدارنګه وویل چې تر دې مهاله ۲۸ زره امریکایي وګړي په خوندي ډول له منځني ختیځ څخه ایستل شوي دي.
#ډونالډټرمپ #امریکا #ایران #منځنی_ختیځ #پوځی_عملیات #اسراییل #نړیوال_سیاست #اټومی_پروګرام